د خوست استیناف څارنوالۍ نوی رئیس معرفي شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۴:۳۶
ago

څارنیار روح الله کامران د خوست استیناف څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۷ کار پيل کړ.

د نوموړي د معرفي غونډه د خوست ولایت مقام مالي او اداری مرستیال نصیر احمد حقمل، د دغه ولایت د استیناف محکمې رئيس، ولایت مقام د دفتر رئیس، د عدلي او قضایي بنسټونو مسؤولانو او د مدني فعالانو په حضور ترسره شوه.

د خوست ولایت مقام مالي او اداري مرستیال نصیر احمد حقمل په دې غونډه کې د خوست استیناف څارنوالۍ نوي رئیس ته د دندې مبارکي ورکړه او د پخواني رئيس د کړنو ستاینه يې وکړه. ښاغلي حقمل د عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د خوست ولایت مقام به د دغه ولایت له استیناف څارنوالۍ سره همکار وي.

بلخوا د خوست استیناف څارنوالۍ نوي رئيس په دې غونډه کې وویل، چې د قانون په رڼا کې به د ریاست چارې پر مخ بوځي او د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به له هڅو او هاند څخه مخ نه اړوي. نوموړي همداراز د عدلي، قضايي، کشفي او امنیتي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او دغو بنسټونو له مسؤولانو يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.