د خوست استیناف څارنوالۍ کې دوه ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
د خوست استیناف څارنوالۍ د دوامداره روزنیزو پروګرامونو لړۍ په دوام سره دغه پروګرام د خوست استیناف څارنوالۍ، عسکرۍ او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالیو ۲۵ څارنوالانو ته جوړ شوی وو، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۲۲ پای ته ورسېد.
د دغه پروګرام موخه د څارنوالانو د مسلکي ظرفیت لوړېدا او په ښه توګه د عدالت تأمین ښودل شوی دی.
د غونډې په پای کې د یاد پروګرام ښوونکي او د خوست استیناف څارنوالۍ مالي او اداري آمر، دغه پروګرام د مسلکي ظرفیت لوړېدا په موخه اړین وباله او له ګډونوالو یې مننه وکړه، چې په پوره صداقت یې پروګرام کې برخه واخیسته. هغوي همداراز ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به ورته پروګرامونه پراخ کړي، تر څو د نورو کارکوونکو او څارنوالانو ظرفیت تر پخوا لوړ کړي، چې له دې سره به خلکو ته د ښو خدمتونو جوګه شي.
په یاد شوي پرګروام کې د اشخاصو د اموالو د جرمونو، جنسیتي، فرهنګي زده کړې او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته په تفصیلي توګه زده کړه ورکړل شوه.