د خوست له محبس څخه ۱۱ تنه بندیان خوشې شول

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۲:۳
khost

لویې څارنوالۍ دغه بندیان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر فرمان له مخې د چنګاښ پر شپږمه خوشې او د ۲۲ نورو بندیانو د بند موده کې کموالی راوست.

د دغو بندیانو د ازادیدو  په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خوست د استیناف څارنوالۍ رییس رحیم الله رامح، د ولایتي شورا استازو، د محبس مدیر او ځینو څارنوالانو ګډون کړی و.

د خوست استیناف څارنوالۍ رییس په دغه غونډه کې بندیانو ته په اشارې سره وویل: «په راتلونکې کې له هر ډول جرم څخه ځانونه وساتئ او د کار و کسب په اختیارولو سره ځانونو ته سالمې بوختیاوې پیدا کړئ» د هغه په خبره هغه کسان چې په تکراري ډول د جرم مرتکب شي له راتلونکي فرمانونو څخه به بې برخې وي.

له بلې خوا یادو خوشې شویو بندیانو له دغې ادارې څخه د مننې تر څنګ وویل، چې په راتلونکې کې به له هر ډول جرم څخه ځانونه ساتو او د ژوند چارې به د قانون سره سمې ترسره کوو.