د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

د الله تعالی دین چي خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم انسانانو ته رسولی او بیان کړی دی، د دنیا او آخرت هر ډول نېکمرغي، ښېرازي او خوښي پکي نغښتې ده، چي عملي کولو سره یې یقیناً د انسانانو ټولې ستونزې حل او د ژوند په هره مرحله کي یې له بې سارې اسانتیاوو څخه برخمن وي، الله تعالی ته خپل دین خوښ دی او خپلو بندګانو ته یې د مهربانۍ له مخې د فکر، تدبر او عملي کولو بلنه ورکړې ده او د ژوند په ټولو ساحو کي د دین عملي کولو لپاره یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نمونه ګرځولی دی او د هر هغه څه چي نبي صلی الله علیه وسلم امت ته وړاندي کړي د عملي کولو او له هر هغه څه چي منع کړي یې دي د ځان ساتلو حکم یې کړی دی. لکه څنګه چي الله جل جلاله په لاندي آیتونو کې فرمایلي دي: «لَقَدْ كَانَ لَكُمْ في رَسُوْل اللّٰه اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ...» (الأحزاب: ۲۱)
ژباړه: خامخا په تحقیق سره دی تاسو لره په (کار د) رسول الله کي اقتداء غوره نیکه (کابلی تفسیر)
همدا راز الله جل جلاله فرمایلي دي: «وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا» (الحشر، آیت:۷).
ژباړه: او هغه څه چي درکړي تاسي ته رسول (د الله)، نو واخلئ هغه؛ او هغه څه چي منع کوي (رسول الله) تاسي له هغه څخه، نو بېرته شئ (مه یې غواړئ) (کابلی تفسیر)
بله دا؛ هر هغه څه چي په دین کي نهوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مردود او باطل ګرځولي. لکه څنګه چي له حضرت عائشې رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ عَمِلَ عَمَلًا ليْسَ عليه أَمْرُنا فَهُوَ رَدٌّ.
ژباړه: چا چي داسي یو عمل وکړ چي زموږ په دین کي نهوي، هغه مردود او باطل دی.
له حضرت شعبي رحمه الله تعالی څخه روایت دی چي حضرت عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه وفرمایل: یآأیهاالناس رُدُّوا الجهالاتِ إلی السنةِ.
ژباړه: ای خلکو! جاهلانه (د سنتو خلاف) طریقې سنتو ته واړوئ (د سمون کوشش یې وکړئ).
پورته آیتونو، حدیث شریف او مبارک اثر ته په کتو، اسلامي امارت غواړي چي د ژوند په ټولو ساحو کي د سنت خلاف طریقې سنت ته واړوي، بناءً دا چي؛ نکاح (واده کول) سنت ده؛ خو متأسفانه زموږ په ټولنه کي له دغه شرعي او مسنون عمل سره ناسم او تاواني رواجونه تر دې حده ګډ شوي چي خلک یې نه یوازي په دنیوي لحاظ له ملا ماتوونکو مالي زیانونو سره مخ کړي؛ بلکي په دیني لحاظ هم ډېر منکرات پکي ترسره کیږي چي د څو مواردو یې دلته د اصلاح او مخنیوي په موخه یادونه کیږي:
په مهرونو کي زیاتوالی غوره کار نهدی:
شریعت، په ودونو کي د اسانتیا او له درنو مصارفو څخه د ډډې کولو ترغیب ورکوي.
له حضرت عائشې رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي، رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ أَعْظَم النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيسَرُهَ مَؤُونَةً»
ژباړه: په تحقیق سره، ډېره برکتي نکاح هغه ده چي لګښت یې لږ وي.
په یو بل حدیث شریف کي راځي:
«تَیَاسَرُوا فِي الصًداقَ، إِنَّ الرَّجُلَ یُعْطِي الْمرْأَةَ حَتَّی یَبقَی ذَلِکَ فِي نَفْسِهِ عَلَیْهَا حَسِیکَةً...»
ژباړه: په مهر کي له یو بل سره اسانۍ کوئ (یعنی لږ مهر ټاکئ) ځکه کله نارینه، ښځې ته دومره مهر ورکړي چي له امله یې له هغې سره په زړه کي کینه (نفرت) پيدا شي.
حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي:
أَلاَ لاَ تُغَالُوا صَدُقَةَ النِّسَاءِ، فَإِنَّهَا لَوْ کَانَتْ مَکْرُمَةً فِي الدُّنْیَا، أَوْ تَقْوَی عِنْدَ الله لَکَانَ أَوْلاکُمْ بِهَا النَّبِیُّ صَلَّی الله عَلَیْهِ وَسَلَّمَ.
ژباړه: خبردار! د ښځو مهرونه ډېر مهزیاتوئ؛ ځکه که د مهر زیاتوالی دنیوي عزت او یا د الله عزوجل په نزد تقوی وای، نو نبي صلی الله علیه وسلم یې تر تاسي زیات مستحق و.
له یادو او ځينو نورو مبارکو حدیثونو څخه په استدلال سره، فقهاء کرامو رحمة الله تعالی علیهم په مهر کي تخفیف مسنون او مرغوب بللی دی.
مهر، د منکوحې ښځې حق دی او بل هېچا ته یې خوړل صحیح نهدي.
مهر، د ښځې حق دی بل هېڅوک حق نهلري چې د هغې له خوښې پرته یې مصرف کړي، تر دې چې فقهاء رحمهم الله تعالی وايي: کوم پلرونه او نیکونه چې د لوڼو یا لمسیو مهرونه خوري هغوی غاصب او د مهر ضامن دي؛ نو چي پلار او نیکه د مهر په خوړلو غاصب ګڼل کیږي، ورور، تره او نورو خپلوانو ته خو بېخي هېڅ لاره نشته چي د خویندو، ورېرونو او یا د نورو خپلوانو نجونو مهرونه وخوري یا یې د هغوی له خوښې پرته مصرف کړي.
پلرونه او خپلوان که د مهر له خوړلو راوګرځول شي، مهرونه خپله راکمېږي؛ ځکه نن سبا ډېرې پیسې هغه دي چي د مهر په نوم اخیستل کیږي خو پلار یا نور خپلوان یې خوري او ښځو ته د مهر په نوم ډېرې کمې پیسې ورکوي.
بناءً هغه څو رواجونه چي پر شرعي منعې او اسراف سربېره په لوړه کچه د اقتصادي ستونزو او د اجتماعي او اخلاقي ناخوالو سبب ګرځېدلي دي، چي د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء اړوند د فقهي مجالسو د علماء کرامو، د افغانستان د معتبرو شیوخ عظامو، د اقتصادي کمېسیون د محترمو غړو او د اړوندو وزارتونو او امارتي ادارو د ګډ ګمارل شوي هیئت د استازو له لوري تشخیص شول چي په هکله یې لاندي مراتب منظوروم:




