د دارالامان د اداري کمپلکس د ودانۍ جوړونې کار پیل شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۲۰:۲۸
ashraf ghani

دا کمپلکس د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۳ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رئیس محمد اشرف غني، د ولسي جرګي رئیس، قاضي القضات، د مشرانو جرګې رئیس او د کابینې د ځينو وزیرانو په حضور پرانستل شو.

haji rahman rahmani

د لویې څارنوالۍ وداني چې په ټولو عصري او پرمختللیو امکاناتو سره طرح شوې، هم د یاد کمپلکس د لومړي فاز یوه برخه ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس، د خپلو خبرو په پیل کې د دغه کمپلکس جوړونه یوه لویه پروژه وبلله او یاده پروژه یې کابل کې د ښاري نظم راوستو او ښې حکومتولۍ په برخه کې مهم او ارزښتناک ګام وباله. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ودانۍ د جوړونې ترڅنګ باید د حکومتدارۍ سیستمونه هم پرمختللي او ځواب ویوونکي جوړ شي.

qazi ul quzat

د هېواد جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني، د درې ګونو قواوو رئیسانو او ځينو وزیرانو د لویې څارنوالۍ له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.

د لویې څارنوالۍ د نندارتون مسؤولانو جمهور رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د دې ترڅنګ یې د لویې څارنوالۍ د خپلواکو اجرااتو په برخه کې د نوړي له ملاتړ څخه په مننې یې ده ته د څارنوالۍ ځانګړی یونیفورم اهدا کړ.

د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون به تر سې شنبې ورځې پورې، د دارالامان ماڼۍ شرق ته د اداري کمپلکس د جوړنې ځای کې د نندارچیانو پر مخ خلاص وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS