د دایکندي استیناف څارنوالۍ د یوه کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

د دایکندي استیناف څارنوالۍ رئيس شېر حسین سحر ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۸۸۳ قضیې ثبت او بررسي کړې دي. دا غونډه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۹ د دغه ولایت د مرستیال والي، د علماوو شورا، ولایتي شورا او د ښځو انجمن غړو او رسنیو په حضور ترسره شوه.
ښاغلي سحر په دې غونډه کې وویل: «له نشه يي توکو، قاچاق او له ښځو سره د تاوتریخوالي مبارزه مو په جدي توګه روانه کړې ده؛ خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره د علماوو، متنقذانو، هېوادوالو همکارۍ او ټولیزې ارادې ته اړتیا شته.» نوموړي زیاته کړه، چې د جرم د ريښو په وچولو کې د دیني علماوو، رسنیو، مدني ټولنې فعالانو او خلکو رول مهم دی.
د دایکندي استیناف څارنوالۍ رئيس په دې غونډه کې وویل، دغه ریاست چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې کومې قضيې رسیدګي کړې، ۲۶ قضيې د قتل، ۵۳ د غلا، ۲۵ د اخلاقي جرمونو، ۷۶ د مسکراتو او نشه يي توکو، ۲۱ د اداري فساد، ۱۷ د ترافیکي جرمونو، ۱۸۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۷۴ د ماشومانو د سرغړاوي او ۳۶۰ د نورو متفرقه جرمونو په تړاو دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله یو زرو او ۳۱۶ مظنونان پېژندل شوي دي، چې له دې ډلې يې ۲۰۰ تنه له درېيو تر ۳۰ کالو بند محکوم شوي دي، ۲۹۷ تنه په نقدي جزا، ۱۰ په نقدي تعلیقي سزا، اووه تنه په حجز، ۲۷ تنه په تعلیقي حبس او ۴۳ تنه په ودانۍ کې په حجز محکوم شوي دي. همداراز ۱۰۸ تنه بري الذمه پېژندل شوي، ۱۵۵ تنه په معتبر ضمانت ازاد، ۳۰ تنه تر توقیف لاندې او د ۴۳۸ تنو قضيې تر کار لاندې دي.
د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۳ میلیونه او ۴۶۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته استول شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۹۳۵ ګرامه هیرویین، ۱۴۴ کیلوګرامه تریاک، ۱۸٫۵ لیتره الکولي مشروبات، ۸۵ ګرامه شیشه، ۲۰ میله وسله، ۴۸ شاجوره، ۴۵۳ مرمۍ، دوه لاسي بمونه، ۱۰ موټرسایکله، یو فلانکوچ موټر او یو کرولا موټر مصادره شوي دي.
د دایکندي د رئیس په وینا، دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۹۸ متلوي قضیې هم څېړلې دي او په اړه يې له قانون سره سم تصامیم نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ۲۵ څارنوالانو ته په ریاست کې دننه څلور ورځنی روزنیز پروګرام دایر شوی او ۴۴ مسلکي او اداري کارکوونکي ۱۴ روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې د فرمانونو د تطبیق له کبله ۱۳۳ بندیان عفوه شوي او د ۱۰۰ بندیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
د دغه ولایت عسکري څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۵ قضيې بررسي کړې چې ۱۱ له واکه د ناوړه استفادې، اته د قراول او داخلي مقرراتو د نقض، ۱۱ د وهنې ټکونې، ۹ له وظیفې خپلسری غیابت، دوه قضيې د وسلې د استعمال د مقرراتو نقض، یو مورد هم د مجرم اخفا، درې د وسلې د ورکې، پنځه مورده د قانون نه رعایتونه، یو مورد هم له خبریال سره د تاوتریخوالي او درې مورده هم د نورو جرایمو په تړاو دي.
له دې ډلې اته قضيې نهایي شوې، ۲۹ قضيې د تحقیق تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږل شوې، ۲۱ قضیې تر محاکماتي دوران لاندې دي، اووه قضيې د رسیدګي د واک د عدم له کبله اړوندو مراجعو ته استول شوې، ۱۵ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له امله حفظ او څلور قضیې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
بلخوا د دایکندي د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په تېر مالي کال کې ۵۰ قضیو ته رسیدګۍ کړې چې ۱۴ يې د اختطاف، درې د انسان د قاچاق، درې د وسلې د قاچاق، ۱۰ له غیرمسؤولو وسله والو ډلو سره د غړیتوب، پنځه د وسلې د استعمال د مقرراتو نقض او درې هم د حیازت او د ماین چاودنې او نورو جرایمو په تړاو دي. دغو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې درې موټرې، درې موټرسایکلې، دوه میله پيکا، یو میل راکټ، یو میل هاوان، ۱۱ کلانشنکوفونه، اته میله کمري وسله، یو میل M16، ۱۶ راکټه، ۲۴۰ اګایر ګلولې او ۱۳ د هاوان ګلولې کشف او مصادره شوي دي.
په دې غونډه کې د دایکندي مرستیال والي، ولایتي شورا غړو، د علماوو شورا غړو او ځینو نورو دولتي مسؤولانو د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ له اجرااتو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې به له دغه ریاست سره همکار وي.