د روزګان د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته درې ورځنی سیمینار جوړ شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روزنیزو سیمینارونو د جوړېدو لړۍ پیل کړې ده.
په همدې حال کې د روزګان د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته هم د دغه ریاست د غونډو په تالار کې روزنیز سیمینار جوړ شو.
د دغه سیمینار په وروستۍ ورځ د روزګان والي، امنیه قواماندان او د دغه ولایت ځینو نورو چارواکو حضور درلود.
د یاد سیمینار د جوړېدو موخه، په امارتي او له دغو ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوی دی.
د روزګان والي د دغه روزنیز سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او د لا نورو دا ډول سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. نوموړي د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سره د پوره همکارۍ ډاډ وښود او د دغه ولایت پر ټولو مسوولینو یې غږ وکړ، چې له قانون سره سم د دغې ادارې له کارکوونکو سره همکاري او همغږي ولري.
د دغه سیمینار ګډونوالو هم دا پروګرام ګټور وباله او د نورو سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته تصدیق لیکونه هم ورکړل شول او یاد سیمینار په دعا پای ته ورسېد.
د یادونې وړ ده، چې دا روزنیز سیمینارونه د رییسانو، مشایخو، علمای کرامو، کارپوه او تجربه لرونکو ښوونکو په ګډون په ټول هېواد کې د اتو کمېټو له لوري مخته وړل کېږي.