د زابل استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۲۷
ago

د زابل استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیار نجیب الله فرقاني، د کورني او بهرني امنیت د جرایمو پر ضد د مبارزې او د عسکري څارنوالیو د رئیسانو په ملتیا، د دغه ولایت د زندانونو د چارو تنظیم مدیریت په همغږۍ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د زابل د زندان لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې موخه د محبوسینو ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.

د زابل استیناف څارنوالۍ رئيس د مجبوسینو نسبتي دوسیې او سوابق بررسي کړل، چې په پایله کې مشخصه شوه، د دوو مېرمنو په ګډون د ۲۳۵ کسانو نسبتي دوسيې قطعي او نهايي شوې دي او د دوی په دوسیو کې هېڅ ډول ستونزه نه تر سترګو کېږي.

ښاغلي فرقاني له بندیانو سره تر خبرو وروسته په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو ستونزو ته د رسیدګۍ د ګډې کمېټې په هکله وویل، چې د دغې کمېټې له لارې به د بندیانو ستونزې ډېر ژر په ټول هېواد کې حل شي.