د زندانونو او توقیف خونو پخوانی عمومي رئیس او د دغه ریاست ۱۳ نور کارکوونکي په مجازاتو محکوم شول

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۵:۱۵
عدلی و قضایی

له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د زندانونو او توقیف خونو پخوانی عمومي رئیس پاسوال عبدالسلام بخشي او د دغه ریاست کارکوونکي؛ د لوژيستیک مدیر مل پاسوال سعادت میر، سمونوال حمیدالله، سمونوال سید احمدالله، سمونوال عبدالقدیر، سمونوال برهان الحق، سمونمل عبدالحمید، څارمن پرویز، سمونمل جمعه ګل، سمونمل همایون، سمونیار عبدالمتین، سمونمل محمدآصف، سمونیار محمد نعیم او د کتنې پلاوی حکیم الله له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، تزویر او اختلاس په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۶ په علني ډول محاکمه کړل.

د دغو تورنو نسبتي دوسیه د زندانونو او توقیف خونو د عمومي ریاست د اړتیا وړ د ۱۳۰۰ عدده برېښنایي اتومات ۶۳ امپایره جرمني فیوزونو د پېرلو په تړاو د شرطنامې د مندرجاتو پر خلاف مرکز او د هېواد ۳۴ ولایتونو ته استولي او دا قضیه د عدالت د تأمین په موخه تر عدلي تعقیب لاندې راغلی ده.

د دغې قضيې له ارزونې وروسته په ډاګه کېږي، چې دغو کسانو د شرکت له مسؤولانو سره د شرطنامې خلاف، بې مارکه فیوزونه تسلیم او د هېواد ۳۴ ولایتونو ته تر توزیع وروسته يې راپور چمتو کړی؛ خو وروسته روښانه کېږي، چې دا فیوزونه د هېواد ۱۲ ولایتونو او زندانونه ته نه دي رسېدلي.

د قضيې موظف څارنوال د تحقیق تر بشپړولو او د صورت دعوا تر ترتیب وروسته د ابتداییه محکمې له قضايي پلاوي تورنو کسانو ته د جزا کوډ د ۴۳۹، ۳۹۱، ۴۰۷ او ۱۷ مادو پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د عدلي او قضايي مرکز له درنو جرمونو سره د مبارزې ابتداییه محکمې د تورنو او مدافع وکیلانو د دلایلو تر اورېدو وروسته په علني ناسته کې د زندانونو او توقیف خونو پخوانی عمومي رئیس پاسوال عبدالسلام بخشي له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او تزویر په تور په نهو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي حبس او د اتو زرو او ۳۸۵ افغانیو په سپارنې او د زندانونو او توقیف خونو د لوژیستیک مدیر مل پاسوال سعادت میر هم په ورته تور په اووه کالو او اووه میاشتو تنفیذي حبس او د اتو زرو ۳۸۵ افغانیو په ورکړې په مجازاتو محکوم کړل.

دغې قضايي ناستې، حکیم الله له وظیفوي واک څخه په ناوړه ګټې اخیستې کې د شراکت په تور په دوو کالو او شپږو میاشتو او د درېیو میلیونو او ۹۰۰ زره افغانیو په سپارنې په مجازاتو محکوم کړ.

همداراز دغې محکمې له وظیفوي واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې کې د ګډون په تور سمونوال حمیدالله په یو کال او شپږو میاشتو، سمونوال سید احمدالله په یو کال او دوو میاشتو، سمونوال عبدالقدیر په یو کال او یوې میاشتې، سمونوال برهان الحق په یو کال او یوې میاشتې، سمونمل عبدالحمید په یو کال او څلور میاشتو، څارمن پرویز په یو کال او درېیو میاشتو، سمونمل جمعه ګل په یو کال او درېیو میاشتو، سمونمل همایون په یو کال او دوو میاشتو، سمونیار عبدالمتین په یو کال او یوې میاشتې، سمونمل محمدآصف په یو کال او یوې میاشتې او سمونیار محمدنعیم په یو کال او پنځو میاشتو تنفیذي حبس په مجازاتو محکوم کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS