د سرپل استیناف څارنوالۍ ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۱ قضیې په لاس راوړې او ثبت کړې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۱۱:۵۴
sarepool

د سرپل استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو چارو ریاست، پولیسو، مدني بنسټونو او د قضیو د مستقیمو زیانمنو د غوښتنلیکونو له مخې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۱ قضیې په لاس راوړې او ثبت کړې دي.

له دغو قضیو څخه ۱۶ قضیې د زیانمنو د انصراف او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۳۹ مادې پر بنسټ ساتل شوې دي. د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ۳۹ ماده کې راغلي دي: «مجني علیها کولای شي، د عدلي تعقیب په هره مرحله (کشف، څېړنه، محاکمه یا محکومیت) کې له خپل شکایت تېر شي، چې په دې صورت کې د دعوې د جزا تطبیق درېږي.»

له یاد شمېر قضیو څخه دوه قضیې بشپړې شوې، درې قضیې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي جرمونو ته د رسیدګۍ د ابتدایه محکمې تر کار لاندې او درې نورې په استیناف مرحله کې دي. همداراز یوه قضیه د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله ساتل شوې، درې قضیې د څارنوالۍ تر کړنو او دوې نورې تر کشف لاندې دي.

راپور ښيي، چې دا قضیې د وهنې ډبونې، ټپې کونې، ځورونې، جنسي تېري، توهین، په کم عمر کې د نکاح، بد ورکولو او داسې نورو جرمونو په اړه دي، چې زیاتره یې د زیانمنو د شکایت له مخې ثبت شوې دي.

د دوی شکایت د دې ښکارندویي کوي، چې اوس ښځې په پراخه کچه عدلي او قضايي بنسټونو او عدالت ته لاسرسی لري.