د سمنګان د استیناف څارنوالۍ ریاست د الحاقیه ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۹:۷
سمنگان

په دغه پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د وږي پر دویمه ترسره شو، د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي، د یادې څارنوالۍ رئیس نیازمحمد راسخ، د محکمو عمومي رئیس او د یاد ولایت ځيني مسؤولانو ګډون کړی و.

د سمنګان د استیناف څارنوالۍ رئیس په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د هڅو او نېک پیغام د څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د یادې پروژې تر بشپړاوي وروسته به د یاد ریاست د کاري دفترونو د کمښت ستونزه حل او عدالت ته به د خلکو لاسرسی زیات شي. د نوموړي په خبره، د دغې پروژې په وسیله به د یاد ریاست د پروګرامونو او ناستو کولو لپاره مناسب ځای هم پیدا شي.

سمنگان

په ورته مهال کې د سمنګان والي، پر ټاکلي وخت د یادې پروژې پر باکیفیته تطبیق ټینګار وکړ او د سمنګان د استیناف څارنوالۍ له مسؤولانو یې وغوښتل، چې د یادې پروژې د تطبیق بهیر په ښه توګه وڅاري او تر بشپړاوي او ګټې اخېستنې ته تر سپارنې ورسته یې ساتنې ته هم پوره پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا وداني شاو خوا په ۱۰ میلیونه افغانیو د یادې ادارې په نامشروطې بودیجې سره جوړېږي.