د غزني استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۲۸۷ قضیو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۸:۸

په دغو قضیو کې ۵۹ قضيې د صورت دعوا او اتهامنامو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې دي. یوه قضیه نهايي شوې، څلور قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۲۸ قضيې تر تحقیق لاندې دي، ۴۹ قضيې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.

دوه قضیې هم د رسیدګۍ د واک د نه درلودلو له کبله اړوندو مراجعو ته استول شوې او پر ۳۲ قضیو دا ریاست لا هم کار کوي.

په دغو قضیو کې شپږ قضيې د قتل، دوه د قتل اقدام، درې د تهدید، څلور د مجروحیت، ۶۶ د غلا، یو د اخلاقي جرمونو، ۱۷ د د اداري فساد، ۴۸ د نشه يي توکو، ۱۸ د ترافیکي جرمونو، ۱۲ د متفرقه جرمونو، ۵۶ د ملي امنیت او عامه ګټو پر ضد جرایمو او ۵۲ هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضيې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه درې کیلوګرامه چرس او ۳۶۴ ګرامه تریاک ضبط شوي دي