د غور استنیاف څارنوالۍ ۸۰۷ قضيو ته په ۱۳۹۹ لمریز کال کې رسیدګې کړې
د غور استنیاف څارنوالۍ ۸۰۷ قضيو ته په ۱۳۹۹ لمریز کال کې رسیدګې کړې
د غور استیناف څارنوالۍ دا جرمي قضيې د تحقیق له بشپړولو وروسته اړوندو محکمو ته استولې دي.
په دغو قضیو کې ۳۱ قضيې د قتل، ۱۲۵ د غلا، ۴۷ د اخلاقي جرایمو، ۸۲ هم د نشه يي توکو، ۳۴ مورده د ترافیکي جرمونو، ۱۷۲ مورده د اداري فساد، ۲۵ مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې او ۱۹۲ د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
د یادو شویو قضیو له شمېره ۱۶۱ قضيې استیناف او ابتداییه محکمو ته استول شوې او د ۲۷ نورو قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ او تورن په نقدي جزا او بند محکوم شوي دي.
همداراز ۱۵۷ قضيې د پوره دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پاتې نورې يې هم د دغه ریاست له خوا تر کار لاندې دي.
د دغو قضیو تر رسیدګي وروسته د دولت خزانې ته یو میلیون او ۸۵۱ زره او ۶۳۴ افغانۍ د دولت حزانې ته تحویل شوې او ۸٫۹۵۰ کیلوګرامه تریاک، ۷۱ ګرامه هیرویین، ۴۱ ګرامه شیشه او ۱۹ ګرامه مت امفتامین هم ضبط شوي دي.