د غور استیناف څارنوالۍ د دریو کسانو په مظنونیت سره د یوې ښځې د وژنې قضیه محکمې ته واستوله

د غور ولایت لعل ولسوالۍ کورنو کلي کې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ یوه ښځه ووژل شوه، چې قضیه یې د عدلي څېړنې په موخه د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۲۵ د غور استیناف څارنوالۍ ته ورسېده.
د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، وژل شوې ښځه تر واده وروسته لس کاله د تورنو کسانو (مېړه، خسر او خواښې) له خوا سپکېده او ورسره تاوتریخوالی کېده، چې یو ځل یې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۲ د لعل ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته د خپل مېړه په اړه رسمي شکایت هم کړی دی او یاده ستونزه بیا د قومي مشرانو په منګړیتوب سره حل شوې ده.
یادې ښځه د تاوتریخوالي د دوام له امله، دویم ځل د مدرسې ملا ته په لیکلې بڼه شکایت کوي، چې پر یاده مسله هم سپین ږیرو پرېکړه کړې او ویلې یې دي، چې دا دې له خسر څخه لرې او جلا، له خپل مېړه سره و اوسېږي. مېړه یې د یادې پرېکړې پر بنسټ، ورته پور کلي ته کډه کوي؛ خو د یوې لنډې مودې په تېرېدو سره بېرته د خپل پلار کور ته راځي او د تاوتریخوالي له بیا پیل کېدو سره سم ښځه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ ځان راځوړندوي او ځان وژنه کوي.
څېړنې ښيي، چې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.
د غور استیناف څارنوالۍ، یاده قضیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۲۵ د حکم ورکولو په موخه د یاد ولایت د ماشومانو د سرغړونو او ښځو سره د تاوتریخوالي ابتدایه محکمې ته استولې ده.
د دغې قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، صورت دعوې او اتهام نامې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته له یادې محکمې غوښتي، څو د قضیې پر عاملینو د جزا کود د ۲۱۸ مادې لومړۍ او دویمې فقرې په پام کې نیولو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۱ مادې حکم پلی کړي.