د غور استیناف څارنوالۍ ریاست په تېرو نهو میاشتو کې ۳۸۱ قضیې څېړلې دي

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۰:۵۰
غور

د غور استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۳۹۸ کال په درېیو ربعو کې ۳۸۱ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.

دغه ریاست ۲۸۰ قضیې د څېړنو تر بشپړاوي او پر تورنو کسانو د دعوې له اقامې وروسته محکمو ته استولې دي. له دې جملې څخه ۱۳۹ قضیې ابتدایي محکمې ته او ۹۴ استیناف محکمې ته ورکړې چې ۱۵ قضیې یې بشپړې شوې دي.

له یادې شمېرې څخه ۳۲ قضیې د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې او پر ۱۰۱ قضیه تر کار لاندې ده، چې د څېړنو تر بشپړاوي او د صورت دعوې له ترتیب وروسته به محکمو ته واستول شي.

په دغو قضیو کې ۵۱ د نشه یي توکو، ۱۱۴ د غلا، ۲۴ د اخلاقي جرمونو(جنسي تېري، لواطت او زنا)، ۱۸ د وژنې، ۲۴ د اداري فساد، ۱۷ د ترافیکي پېښو، ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو او ۱۱۳ د بېلابېلو جرمونو(وهنې ډبونې، ټپي کېدو...) په اړه دي.

په راپور کې د راغلې شمېرې پر بنسټ، ډېری قضیې د نشه یي توکو د قاچاق او غلا په اړوند دي.

په یاد راپور کې د وړاندې شوې شمېرې له مخې، یاد ریاست د دغو قضیو اړوند د نغدي جریمې له امله، ۱۹۷ زره افغانۍ په لاس راوړې او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.