د غور ولایت له زندان څخه ۱۴ بندیان آزاد شول

د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشت د ۲۳ نېتې ۶۰ ګڼې او د همدې میاشتې د ۱۸ نېټې ۱۵ ګڼې فرمان پر بنسټ، چې د لوی اختر د رارسېدو او د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په ویاړ صادر شوي و، چې له امله یې د غور زندان کې د ملکي او نظامي برخې ۱۷ بندیان څخه ۱۴ بندیان د دوی د دوسیو له څېړنو وروسته آزاد شول او د درېیو نورو د بند موده کمه شوه.
د دغو بندیانو د آزادۍ په پروګرام کې چې د ۱۳۹۸ کال د تلې پر نهمه جوړ شوی و، د اړوند ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس، ولایتي سیمه ییزو مقاماتو، د زندان عمومي آمر او له آزادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت او د احکامو د تنفیذ آمر ګډون کړی و. یادو ګډونوالو ټینګار وکړ، چې بندیان دې تر بند وروسته خپلو فردي او ټولنیزو مسؤولیتونو ته پر پاملرنه سربېره د قانون تر سیورې لاندې ژوند وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالي د خپلې عدلي کړنلارې له مخې، د بندیانو د بخښنې او بند مودې کمونې په برخه کې د جمهوري ریاست فرمانونو تطبیق کړي او د هېواد د نافذه قوانینو په رعایتونې، انساني کرامت ته په درناوي، بشري حقونو او عدالت ته د خلکو د لاسري په نظر کې نیولو سره یې په بې پرې او خپلواکه توګه له آزادۍ محرومو ځایونو کې د دوی د آزادۍ تر څنګ د هېواد په کچه د بندیانو ستونزو ته هم رسیدګي کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې دا بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د قانون مطابق د واکمنو محکمو پر حکمونو چې د بند مودې یې تر پنځو کالو کمې وې بندیان شوي و او له څلورو میاشتو تر څلورو کالو یې د یادې دورې پر تېرونې سربېره خپل پور هم پر وخت ادا کړی و، چې له دغو فرمانونو برخمن شول.