د فراه استیناف څارنوالۍ د تزویر په تور د یوه کس دوسیه محکمې ته واستوله
د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د یوه سرتېري دوسیه چې په تزویر تورن دی، د تحقیق تر بشپړولو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د جوزا پر لسمه د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.
دا قضیه د فراه استیناف محکمې له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د حمل میاشتې پر ۱۶ د تحقیقاتو او د عدالت د تأمین په موخه د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ته استول شوې وه.
د موظف څارنوال په وینا، د تحقیقاتو په پایله کې مشخصه شوه، چې د دوو کسانو پر وړاندې چې ځمکې د غصب حقوقي دعوا يې درلوده او محکمې د نوموړي د غیابت له کبله، دوه ځلې د مدعي د خصومت د ترک په تړاو پرېکړه کړې وه؛ خو مظنون د دې لپاره چې ځان په حقه وښيي او د عوا بل اړخ تر فشار لاندې راولي، یو تزویري قرار جوړ کړی و.
د دغې قضيې موظف څارنوال د تحقیق، صورت دعوا او اتهامنامې تر بشپړولو وروسته د الزام د اووه دلایلو پر اساس د فراه له ښاري ابتداییه محکمې څخه تورن ته د جزا کوډ د ۴۳۶ مادې دویمې فقرې او ۴۴۳ مادې لومړي فقرې پر اساس د سزا غوښتنه وکړه.