د فراه استیناف څارنوالۍ د دوو کسانو دوسیې د محکمې په حکم کې د ځنډ او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور محکمې ته واستولې

د فراه استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي پر لسمه د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د مالي او اداري چارو او سکتوري برخې د آمرینو د قضیو پاڼې چې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او د محکمې په حکم کې د ځنډ په اړه دي، ترلاسه کړې او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته یې د همدې میاشتې پر ۱۴ د دغه ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته استولې دي.
د قضیې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د فراه استیناف محکمې مدني او حقوقي دیوان پر یوه نمره ځمکه د تېري د مخنیوي لپاره د یاد ولایت له ښاروالۍ څخه څو ځله غوښتنه کړې، چې د ځواب ورکونې په موخه دې خپل پلاوی ور وپېژني؛ خو د فراه ښاروالۍ ریاست د بې پروایۍ له امله د محکمې په حکم کې ځنډ راوستی، چې موضوع د زیاتو څېړنو په موخه د یاد ولایت استیناف څارونوالۍ ته استول شوې ده.
د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د اسنادو او شواهدو له مخې د محکمې په امر کې د ځنډ او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د دوو کارکوونکو د جرم تر اثبات وروسته د فراه له ښاري ابتدایه محکمې غوښتي، چې د قضیې پر مظنونو د جزا کود ۴۰۷ ماده تطبیق کړي.