د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د ولسوال دوسیه محکمې ته ولېږله

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۲:۲۷

د فراه استیناف څارنوالۍ ریاست د اختلاس په تور د دغه ولایت د ګلستان ولسوال دوسیه د تحقیق تر بشپړولو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال په غبرګولي کې د فراه ښاري ابتداییه محکمې ته ولېږله.

د دغې قضيې د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د فراه ولایت دا مظنون د ۱۳۹۶ کال د غويي میاشتې پر ۳۱ په هرات کې په یوه سیمینار کې د ګډون په موخه یو هایلکس موټر د ولایت مقام له اجازې پرته له ځان سره بیايي او دغه مهال د هرات – فراه لار ناامنه وه. د بېرته راتګ پر مهال مظنون دا موټر خپل ورور ته تسیلیموي چې د یوه خپلوان په کور کې يې ودروي او د لارې له امن کېدو وروسته يې فراه ولایت ته انتقال کړي.

د موظف څارنوال په وینا، د قضيې مظنون تر یو نیم کال وروسته اعتراف کوي، چې هایلکس دولتي موټر په هرات ولایت کې غلا شوی دی.

د قضيې موظف څارنوال د فراه د ښاري ابتداییه محکمې له قضايي پلاوي څخه تورن ته د الزام د پنځو دلایلو پر اساس او د دولتي موټر په ساتنه کې د مظنون د بې پروايۍ له کبله، د جزا کوډ د ۳۸۸ او ۳۹۸ مادو او همداراز د ۳۹۱ مادې درېیمې فقرې پر اساس د سزا غوښتنه وکړه.