د فراه زندان د محبوسینو ستونزو ته رسیدګي کېږي

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
ago

په فراه ولایت کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د دغه ولایت د زندان د تنظیم مدیریت په همکارۍ د بندیانو لیدنه وکړه.

د دې لیدنې موخه د زندان د وضعیت نظارت او د محبوسینو ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.

د پلاوي موندنې ښيي، په دغه ولایت کې د زندانیانو له ډلې د درېیو بندیانو دوسيې چې د ابتداییه او استیناف محکمو له خوا پرې حکم شوی او د وروستۍ پرېکړې لپاره يې دوسيې تمیز محکمې ته استول شوې، تر دې دمه یې وروستۍ پرېکړه نه ده صادره شوې.

له بندیانو سره تر خبرو وروسته، دغو درېيو بندیانو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ذیصلاح محکمو له خوا به يې دوسیو ته پر وخت او ژر رسېدنه وشي.