د فرمانونو، حکمونو او توشیح شوو قوانینو څخه د سرغړوونکو په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین «حفظه الله تعالی» حکم

«إذَا أَمَرَ الْأَمِيرُ الْعَسْكَرَ بِشَيْءٍ فَعَصَاهُ وَاحِدٌ لَا يُؤَدِّبُهُ فِي أَوَّلِ وَهْلَةٍ بَلْ يَنْصَحُهُ، فَإِنْ عَادَ بِلَا عُذْرٍ أَدَّبَهُ.»(ردالمختار ج۲، ص۱۸۵، کتاب الصلوة، باب الاستسقاء: طاعة الامام فیما لیس بمعصیة واجبة)
ژباړه: امیر که خپل پوځونه په کوم کار امر کړل او یوه نافرماني کوله، په لومړي ځل دې نه تأدیبوي، بلکې نصحیت دې ورته وکړي، که بیایې هم له عذر پرته نافرماني کوله، بیا دې تأدیب کړي.
فقهاء کرام وايي، کوم کار چې ناروا نه وي په هغه کې د امیر اطاعت واجب دی، که څوک د امیر د امر یا منع څخه سرغړونه کوي، لومړی دې په نرمه د هغه د پوهاوي هڅه وشي او که په نرمه ځان نه پوهوي نو بیا دې تأدیب کړل شي.
بناء که کوم څوک د فرمانونو، حکمونو او توشیح شوو قوانینو څخه نافرماني کوي، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دې یاد کسان نظامي محاکمو ته وروپیژني، تر څو د هغوی له خوا تأدیب کړل شي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوی هبة الله آخندزاده