د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو د قانون د انفاذ په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

mozamil_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۴۸
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو د قانون د انفاذ په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

لومړۍ ماده:

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو قانون په (۴) فصلونو او (۲۸) مادو کي توشېح کوم.

دویمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او د نوموړي قانون له متن سره یو ځای دي په رسمي جریده کي خپور شي.

والســـــلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده