د قضیو د ثبت سیسټم مقررې د تطبیق ناسته په پنجشېر استیناف څارنوالۍ کې وشوه
دا ناسته د قضیو د ثبت سیسټم د مقررې د پلیتابه په موخه د پنجشېر استیناف څارنوالۍ د رئيس او د ولسوالیو د څارنوالانو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۲ وشوه.
په دې ناسته کې د قضیو ثبت سیسټم کې د پېښو او د دوسیو د ثبت پړاوونو په هکله بحث وشو.
د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس څارنپال علیم جان علیم په دې غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ شعبې او د ولسوالیو څارنوالۍ مکلفې دي، چې د خپلو اجرااتو راپورونه چې په هره مرحله کې وي، د نوم، شمېرو او معلوماتو په راوړلو سره پر خپل وخت د قضیو د ثبت عمومي مدیریت ته واستوي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هر میاشتې په پای کې ارایه شوي معلومات د قضیو د مدیریت له سیسټم سره پرتله شي.
همداراز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې هر څارنوال باید د قضیو د ثبت سیسټم فورمونه ډک کړي او تر دې وروسته اداري کارکوونکي د قضیو د ثبت سیسټم د فورمونو د ډکولو مسؤول نه دي.