د لرغونو، تاریخي او فرهنګي ساحو او آثارو د ساتني په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان
لومړۍ ماده:
(۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نور وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، د تاریخي او فرهنګي آثارو له غصب، ویجاړولو، پېرودنې، پلورنې او قاچاقو څخه مخنیوی وکړي.
(۲) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نور وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، په لرغونو ساحو کي له غیر مجازو کیندنو او تصرفاتو او د یادو ساحو له ویجاړولو څخه مخنیوی وکړي.
(۳) په لرغونو ساحو کي کیندنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له واکونو څخه دي.
(۴) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دی، د هېواد له لرغونو، تاریخي او فرهنګي ساحو او آثارو څخه ساتنه او مراقبت وکړي او د لزوم په صورت کي دې د هغو په ترمیمولو اقدام وکړي.
دوه یمه ماده:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موظف دی، د قانون مسوده د لرغونو، تاریخي او فرهنګي ساحو او آثارو د ساتنې په منظور تسوید او تخریج کړي او د پړاوونو د تېرولو لپاره دې د عدلیې وزارت ته ولېږي.
درېیمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والســـلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده