د لغمان استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت د مرکزي زندان لیدنه وکړه

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۰:۴۸
ago

د لغمان استیناف څارنوالۍ رئيس څارنمل امین الله امانت د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد او د عسکرۍ څارنوالیو د رئیسانو او ځینو نورو څارنوالو په ملتیا، د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان پر شپږمه د دغه ولایت د مرکزي زندان لیدنه وکړه او له محبوسینو سره یې له نژدې ولیدل.

د دغه لیدنې موخه د محبوسینو او مظنونینو د ستونزو هواری بلل شوی دی.

ښاغلي امانت په دې لیدنه کې د محبوسینو او مظنونینو نسبتي دوسیې، اسناد او سوابق د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رااستول شوي نوملړ له مخې بررسي کړل.

د دوسیو د بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه، چې په دغه ولایت کې د درېیو مېرمنو په ګډون ۴۲۱ کسان بندیان دي، چې د ۱۷۱ کسانو دوسيې د محکمو د پرېکړو پر اساس نهايي شوې او ۲۵۰ تنه په توقیف کې دي، چې دوسيې په محاکماتي دوران کې دي.