د لغمان استیناف څارنوالۍ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې؛ ۶۲۲ قضیې ثبت او رسیدګي شوې دي

د لغمان استیناف څارنوالۍ رئیس سلام جان قلمیار ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۳ ترسره شوې وه، وویل چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۲۲ قضيو ته رسیدګي کړې ده.
د ښاغلي قلمیار په وینا، په دغو قضیو کې ۲۳ قضيې د قتل، ۱۷۵ د غلا، ۱۲ د اخلاقي جرمونو، ۵۳ د ترافیکي جرمونو، ۵۲ د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو، ۲۲ د مالي او اداري جرمونو، ۹۰ د نشه يي توکو، ۶۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاویو او ۱۲۶ قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، ۳۸۰ قضيې د حکم د تطبیق په موخه د دغه ولایت ښاري محکمې ته لېږل شوې دي او ۳۲۳ نورې هم د ښاري محکمې تر پرېکړو وروسته د احکامو د تنفیذ په موخه څارنوالۍ ته رالېږل شوې دي او همداراز ۳۰۴ قضيې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي چې ۲۵۲ قضيې تر پرېکړو وروسته د حکم د تنفیذ په موخه څارنوالۍ ته رالېږل شوې دي، همداراز ۱۷۲ قضيې د طی مراحلو وروسته حفظ شوې دي.
ښاغلي قلمیار وویل، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې یو کیلوګرام هیرویین، څه باندې یو کیلوګرام تریاک، نژدې ۱۳ کیلوګرامه چرس، ۴۶ میله وسله، ۴ موټرې، ۱۰۸ جوړې چهارتراش لرګي او ۴۱ زره افغانۍ نقدي جریمه مصادره شوي دي.
د لغمان استیناف څارنوالۍ رئيس په دې غونډه کې وویل، دغه ریاست تر ۸۰۰ زیاتې ملتوي قضیې هم رسیدګۍ کړې دي او همداراز د دغې څارنوالۍ ۴۰ څارنوالان د ظرفیت لوړاوي په موخه بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.
هېره دې نه وي، چې د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست تل اطلاعاتو ته د خلکو پر لاسرسي ټینګار کړی او په دې موخه یې له دیني علماوو، د مدني ټولنې له غړو او محلي رسنیو سره ګڼې غونډې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده، د غونډې په پای کې د لغمان استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول