د لغمان د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته روزنیز سیمینار جوړ شو
د لغمان د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته د دغې ادارې د دندو او واکونو قانون په اړه روزنیز سیمینار جوړ شو.
د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، په امارتي او له امارتي ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوی دی.
دا روزنیز سیمینارونه د اتو کمېټو له لوري چې غړي یې د دغې ادارې ځینې رییسان، مشایخ، علمای کرام، کارپوه او تجربه لرونکو ښوونکي دي، په ټول هېواد کې مخته وړل کېږي، چې د مرکز په ګډون په ځينو ولایتونو کې پای ته رسېدلي او ځینو نورو کې روان دي.
ورته مهال بیا د لغمان ولایتي چارواکو د دغې ادارې له مسوولینو سره په تعارفي ناسته کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.