د لویې څارنوالۍ سرپرست د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د اجرااتو د بهیر لیدنه وکړه

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۶:۳۳
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر دویمه، د لویې څارنوالۍ د بېلابېلو برخو او شعبو لیدنه وکړه.

د لویې څارنوالۍ سرپرست کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ د قضیو د رسېدني او د اجرااتو د بهیر لیدنه هم کړې ده.

ښاغلي کلیم  قضیو ته د رسیدګۍ او مسلکي اجرااتو په لړ کې د کارکوونکو نظریات، ننګونې او وړاندیزونه واورېدل او مسؤولانو ته یې د هواري هدایت ورکړ.

د لویې څارنوالۍ سرپرست په دې لیدنه کې له مراجعینو او د قضیو له طرفینو سره د څارنوالانو او کارکوونکو پر ښه سلوک او قضیو ته د رسېدنې د بهیر پر روڼوالي او د عدالت پر تأمین ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS