د لویې څارنوالۍ پلاوي په پروان کې د محبوسینو لیدنه وکړه

د لویې څارنوالۍ دغه پلاوي د ۱۴۰۰ د چنګاښ پر شپږمه د لویې څارنوالۍ د سرپرست په هدایت د بندیانو د دوسیو د بررسۍ په موخه د دغه ولایت د بندیانو لیدنه وکړه.
له بندیانو سره تر خبرو وروسته مشخصه شوه، چې له یوه مورد پرته د ټولو بندیانو دوسیو ته رسېدنه شوې ده.
د پلاوي موندنې ښيي، یو بندي چې د قتل په جرم زنداني دی، د پروان استیناف محکمې له خوا بري الذمه بلل شوی. دا پلاوی وايي، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ به د دغه بندي ستونزې ته ډېر ژر رسېدنه وشي.