د لویې څارنوالۍ ۱۲۷ کارکوونکو ته مسلکي او اداري روزنه ورکړل شوه

دغو کارکوونکو ته د ۱۳۹۸ کال د غویي او چنګاښ میاشتو کې اووه لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه جوړ شول.
دا پروګرامونه د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د مسلکي پوهې د کچې او ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوي و.
کړنې او ارزونې، اداري مراسلات، مسلکي طرز سلوک، مدیریتي دندې، د اداري اجرااتو قانون، پلان جوړونه او راپور لیکنه د یادو پروګرامونو موضوعات بلل کېږي.
په دغه پروګرامونو کې له مرکز څخه د مالي او اداري چارو، اداري فساد سره د مبارزې، د نظامي کدر پرسونل او خدماتو، له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ، کنترول او مراقبت، د ماشومانو له سرغړونو سره د مبارزې، له ازادۍ محرومو ځایونو د نظارت څارنوالۍ، څلورو زونونو د ریاستو کارکوونکو او د وړکتون ښوونکو ته روزنه ورکړل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالۍ د څارنوالانو او د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه پرلپسې په مرکز او ولایتونو کې روزنیز پروګرامونه جوړوي.