د لوی څارنوالي مالي او ادارِي مرستیال د پلان او پالیسی ریاست سره میاشتنۍ غونډه جوړه کړه
دا غونډه د شنبې په ورځ د غبرګولی میاشتې په ۲۰ مه نیټه د لوی څارنوالي مالي او اداري چارو مرستیال وحید الدین ارغون، د څارنوالي د پلان او پالیسي ریاست مشر عبدالله ابراهیم خیل او د څارنوالي د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
د دې غونډې موخه، د کار د پروګرامونو ارزونه او د دې ریاست د کارکوونکو همغږي د نورو ریاستونو سره او دقیقه پلان ګذاري وه تر څو د کار بهیر ښه والي ومومي.
له همدې امله ښاغلي ارغون زیاته کړه، له دې وروسته کارکوونکي باید خپل اوونیز، میاشتني، ربعوار او کلني پلانونه جوړکړي او په منظم ډول یې لوړپوړو کارکوونکو ته وړاندې کړي. له بلې خوا، د هر کارکوونکي کړنې باید په سمه توګه د کار د حدودو په چوکاټ کې ترسره شي.
د لوی څارنوالي په پنځه کلن کاري پلان باندي د لوی څارنوالي مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړ.
د څه مودې راپدیخوا مالي او اداري مرستیالي میاشتني غونډې د دې مرستیالي د ریاستونو سره ترسره کیږي. په دې غونډو کې کاري پروګرامونه، د کار پرمختګ او د اداري چارو د ښه والي لپاره راپورونه ارزول کیږي.