د مشرتابه مقام د اجازې پرته په ملکیت د ځمکو د نه ورکړي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان
د مشرتابه مقام د اجازې پرته هیڅوک نه شي کولای چي چا ته ځمکه په ملکیت ورکړي، مبسوط سرخسي لیکلي دي:
أن للإمام ولایة الإقطاع فیما لیس بملک لإنسان بعینه؛ لأن ما کان الحق فیه لعامة المسلمین فالتدبیر فیه إلی الإمام، وله أن یخص بعضهم بشئ من ذلک علی حسب ما یری، کما یفعله فی بیت المال. (المبسوط للسرخسي)
ژباړه: هغه ځمکه چي د مشخص تن ملکیت نه وي (یوازي عمومي) امیر صلاحیت لري چي چا ته یې په ملکیت ورکړي، ځکه هغه څه چي د ټولو مسلمانانو شریک وي په هکله یې اختیار د (عمومي) امیر دی، هغه د لزومدید او مصلحت له مخي کولای شي (د اسلامي ټولني) یو تن ته یې په ملکیت ورکړي، لکه څنګه چي په بیت المال کي تصرف کوي (د مصلحت له مخي یې یو څه برخه یو تن ته ورکوي).
والسلام
د اسلامي امارت مشرتابه