د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت له بندیانو سره لیدنه وکړه

د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئیس سیدفردوس فرامرز احرار د کورني او بهرني امنیت د جرایمو پر ضد د مبارزې او د عسکري څارنوالیو د رئیسانو په ملتیا، د دغه ولایت د زندانونو د چارو تنظیم مدیریت په همغږۍ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه د میدان وردګ د زندان لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې موخه د محبوسینو ستونزو ته رسېدنه، د زندان د وضعیت څارنه او د بندیانو د حقونو رعایت بلل شوی دی.
د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئيس سیدفردوس فرامرز احرار د مجبوسینو نسبتي دوسیې او سوابق بررسي کړل، چې په پایله کې مشخصه شوه، د مېرمنو په ګډون د ۱۳۶ کسانو نسبتي دوسيې قطعي او نهايي شوې دي او د دوی په دوسیو کې ستونزه نه لیدل کېږي.
ښاغلي فرامرز احرار له بندیانو سره تر خبرو وروسته په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو ستونزو ته د رسیدګۍ د ګډې کمېټې په هکله وویل، چې د دغې کمېټې له لارې به د بندیانو ستونزې ډېر ژر په ټول هېواد کې حل شي.