د نشه یي توکو د سوځولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم
دا چې په هېواد کې نشه يي توکي په روږدو کسانو او نورو اشخاصو پلورل کېږي او دغه ناوړه عمل په ټولنه کې د فساد د خپرېدو لامل ګرځي د دې لپاره چې په ټولنه کې د فساد مخه ونیول شي، لاندې مراتب منظوروم:
لومړۍ ماده:
(۱) هغه اشخاص چې شراب او نور الکولي مشروبات او اُمان، پوډر، کوکائین، ښيښه او نور نشه يي توکي پلوري یا تولیدوي، سربېره پر دې چې پلورونکي او تولیدوونکي ته تعزیري سزا ورکول کېږي، یاد توکي دې د محکمې د حکم پر اساس وسوځول شي او هغه وسایل او تجهیزات چې په تولید کې یې کارول شوي وي تخریب شي.
(۲) د دې مادې په (۱) فقره کې د یادو شویو نشه يي توکو سوځول او د وسایلو او تجهیزاتو تخریب د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو د عمومي ریاست او د عامې روغتیا وزارت د ګډ هیئت لهخوا د اړوندې محکمې په حضور کې په عام محضر کې صورت مومي.
دوه یمه ماده:
دغه حکم د صدور له نېټې نافذ دی.
والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده