د نظامي سکټور کمېټې د کورنیو چارو وزارت له لومړي معینیت سره غونډه وکړه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمېټې غړو چې مشري یې مولوي نجیبالله انوري کوله، د کورنیو چارو وزارت د لومړي معینیت د دفتر رییس محترم ډاکټر سخي زمان سره تعارفي غونډه وکړه.
دا ناسته د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال المکرم پر ۱۴ وشوه او پکې د یاد معنیت له دفتر رییس سره د ا.ا.ا مشرتابه د نهم او ۳۲ ګڼو فرمانونو په تړاو اړین او هراړخیز معلومات شریک شول.
د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان چې په دې وروستیو کې صادر شوی، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو پکې معلومات وړاندې شوي دي.
د دې ناستې موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو له پلیتابه ډاډ ترلاسه کول او په دې تړاو ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته معلومات ورکول دي.
له دې سره هممهاله د کورنیو چارو وزارت لومړي معینیت د فرمانونو او حکمونو لوی ریاست له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیرالمومنین ټول فرمانونه او حکمونه به په ښه ډول عملي او په دې برخه کې به په هراړخیزه همکاري کوي.