د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ولایت د سرخرودو ولسوالۍ ابتدائیه څارنوالۍ کړنې وارزولې

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئیس محمدعارف مبشر او ورسره پلاوي د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر لومړۍ د سرخرودو ولسوالۍ ابتدائیه څارنوالۍ مسلکي او اداري چارې وارزولې.
د دغه سفر موخه د سرخرودو ولسوالۍ ابتدائیه څارنوالۍ مسلکي او اداري کړنو ارزونه او له څارنوالۍ سره د یادې ولسوالۍ د ولسونو همغږي او همکاري یاده شوی ده.
د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئیس د یادې ولسوالۍ له ځایي چارواکو او مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې وغوښتل، چې د څارنوالۍ اړوندو برخو کې ستونزې دې ورسره شریکې کړي، تر څو عدالت په ښه ډول تأمین شي. نوموړي همداراز زیاته کړه: «څارنوالۍ سره د ولسونو، قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او د مدني ټولنو همکاري کولی شي، د عدالت ټينګښت او د قانون حاکمیت سره مرسته کوي.»
له بلې خوا د یاد ولایت چارواکو او مشرانو د راغلي پلاوي د مننې او ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه، چې د دغې ولسوالۍ ټول ولسونه له څارنوالۍ سره همغږي لري او د عدالت ټینګښت او د قانون حاکمیت په برخه کې یې ملاتړ کوي.