د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ لیدنه وکړه
د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئیس پوهنوال نصیر احمد نوربخش له مالي، اداري فساد سره د مبارزې، تحقیق او عامه امنیت آمرانو سره په ګډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر پنځمه د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د دغې ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ د مسلکي او اداري چارو او دغې څارنوالۍ د سره د مسؤولانو د همغږۍ پياوړتیا بلل شوې ده.
د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئيس د کامې ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ له مسؤولانو سره په لیدنه کې د هغوی اجراات بررسي کړل او قضیو ته يې د ښې رسیدګۍ په موخه له مراجعینو سره پر ښه چلن ټینګار وکړ.
ښاغلي نوربخش د کامې ولسوالۍ له امنیه قوماندانانو سره په لیدنه کې له لويې څارنوالۍ سره د دوی همغږي مهمه وبلله او د عدالت د تأمین او د قانون د واکمنۍ لپاره یې د یوه بل لازم و ملزوم وبلل.
بلخوا د ننګرهار امنیه قوماندان په دې لیدنه کې وویل، چې د ابتداییه څارنوالۍ او قوماندانۍ ترمنځ همغږي شته او ډاډ يې ورکړ، چې د څارنوالۍ ټولو قرارونو ته به توجه او په معین وخت کې به يې پلي کوي.