د ننګرهار زندان د بندیانو دوسیې وارزول شوې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۹:۴۶
ago

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ د موظف پلاوي د ۱۲۸۷ بندیانو دوسيې چې له ډلې یې ۲۶ ښځې دي، وارزولې. د یادو دوسیو له ډلې ځينې دوسيې نهایي شوې او ځینې نورې بیا په محاکماتي پړاو کې دي.

د ننګرهار استنیاف څارنوالۍ رييس له بندیانو سره په کتنه کې وویل، چې استیناف څارنوالۍ هڅه کوي تر څو له قانون سره سم دوسیو ته پر وخت رسیدګي وکړي.