د نورستان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۵۵ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټولې قضيې په بې پرې او خپلواکه توګه او د اسنادو او شواهدو پر اساس څېړي.
دغې ادارې تل هڅه کړې، چې قانون یوشان تطبیق او عدالت تأمین کړي او د قانون په رڼا کې د هېوادوالو د انساني کرامت ساتنه وکړي.
په دې اساس د نورستان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۵۵ قضیو ته رسېدنه کړې.
په دغو قضیو کې څلور قضيې د قتل، درې د غلا، یو د اخلاقي جرمونو، ۱۶ د اداري فساد، څلور د نشه يي توکو، یو د ترافیکي جرمونو، ۲۵ د متفرقه جرمونو او یو قضیه هم له ښځو سره د تاوتریخوالي ده.
یادې شوې قضيې د تحقیق، تعقیب او محکمو ته د احالې په حال کې دي او له دې ډلې څلور قضيې نهايي شوې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګي له درکه ۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ نقدي جریمه راټوله او د دولت بانکي اکاونټ ته لېږل شوې ده.