د نړیوالو جرمونو د کشفي او نیولو قرارونه په جدي توګه تعقیب کېږي

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۳:۱۳
agp

په همدې موخه یوه غونډه د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئيس شمس الله احمدزي، د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس محمد داوود افضلي او د کورنیو چارو وزارت د عسکري استیناف څارنوالۍ رئيس عبدالولي مزاروال په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۱ وشوه.

په دې غونډه کې د اړوندو بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، منصفانه، رڼو، مسؤولانه، خپلواکو او مسلکي عدلي خدماتو ټینګار وشو. د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د ننګونو او د دغو ننګونو د حل په برخه کې له کشفي ارګانونو سره همغږي او ښه روابط نور هغه موارد دي، چې په یاده شوې غونډه کې ټینګار پرې شوی دی.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کشفي او نیولو د قرارونو د تطبیق په برخه کې به چې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست له خوا کشفي مراجعو ته لېږل کېږي، د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې عمومي څارنوالي او د کورنیو چارو وزارت عسکري څارنوالي د ملي امنیت ریاست او کورنیو چارو وزارت له مسؤولانو سره لازمه همغږي او همکاري ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS