د نیمروز استیناف څارنوالۍ، نیمروز برېښنا شرکت ریاست او د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

دا ناسته د هغه کسانو د قانوني تعقیب په اړه وشوه، چې له برېښنا څخه په ناقانونه توګه استفاده کوي یا دغه بنسټونو ته زیان اړوي.
دا ناسته د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر څلورمه د نیمروز استیناف څارنوالۍ ریاست په تالار کې وشوه. په دغې ناسته کې د نیمروز د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار عبدالودود فیروز کوهي، د نیمروز د برېښنا شرکت رئیس انجینیر شهر الله ولي، د امنیې قوماندانۍ مسؤولینو او د یاد ولایت ځيني کارکوونکو ګډون کړی و.
په دغې ناسته کې د نیمروز د استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالودود فیروز کوهي وویل: «د نیمروز استیناف څارنوالي د قانون تطبیق کوونکي بنسټ په توګه، له برېښنا شرکت سره د لاسلیک کړیو هوکړه لیکونو د تطبیق په موخه، د اجرااتو د چټکولو، قانون پلي کولو او د عدالت د تأمینولو له لارې همکاري کوي.»
د ښاغلي فېروز کوهي په خبره، هغه کسان چې د برېښنا د لګښت پیسې نه ورکوي، برېښنا به یې پرې او د تکرار په صورت کې به څارنوالۍ ته معرفي شي. د نوموړي په خبره، هغه کسان چې برېښنا غلا کوي، د هېواد د اساسي قانون د ۱۳۹ مادې په رعایتونې به د جزا کود د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ مادې له مخې مجازات شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ هم په روان کال کې له افغانستان برېښنا شرکت سره د همکارۍ هوکړه لیک، د هغه کسانو د عدلي تعقیب په اړه، چې له برېښنا څخه ناقانونه استفاده کوي او یا دغو بنسټونو ته زیان اړوي، لاسلیک کړی دی.