د نیمروز استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال په تلې میاشت کې ۶۰ قضیو ته رسیدګي کړې ده

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۴:۲۳
nimrooz

په دغو ۶۰ قضیو کې ۲ د قتل ، ۸ د غلا، ۲۰ د نشه يي توکو، ۹ د ترافیکي جرمونو، ۷ هم له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي جرمونو او ۱۴ نورې یې بیا د نورو جرمونو اړوند دي.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ دا قضيې د تحقیق له بشپړولو او د اتهامنامو او صورت دعواوو له ترتیب وروسته اړوندو محکمو ته لېږلې دي.

له دې ډلې د ۱۸ قضيو محاکماتي پړاو بشپړ شوی او پر اساس یې ۱۲۲ کسان په حبس او نقدي جزا محکوم شوي دي.

له دغو قضیو څخه پر ۲۲ قضیو د ابتدايي محکمې او پر ۲۶ نورو بیا د استیناف محکمې پرېکړې شوې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ او اجرااتو له کبله، د دولت خزانې ته ۲۰ زره افغانۍ تثبیت او سپارل شوې دي. همداراز دوه موټرې، یوه موټرسایکل او یو میل وسله هم دغو قضیو ته د رسیدګۍ له امله ضبط شوې دي.