د نیمروز د شهیدانو او معلولینو آمر په رشوت اخېستنې سره زنداني شو

د نیمروز د شهیدانو او معلولینو آمر سید شفیع د سید اشرف زوی، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۴ د یاد ولایت د امنیتي مسؤولانو له خوا، د شهیدانو د وارثینو د حقونو او امتیازاتو د اجرا په بدل کې د ۱۵ زره افغانیو رشوت په اخېستنه ونیول شو او د نوموړي قضیه د څېړنې په موخه د نیمروز استیناف څارنوالۍ ته وسپارل شوه.
د نیمروز استیناف څارنوالۍ، دا قضیه له څېړنې او د صورت دعوې له ترتیب وروسته د پرېکړې په موخه محکمې ته واستوله.
د نیمروز د عامه امنیت استیناف محکمې، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۳ د یوې قضایي علنې ناستې په ترڅ کې شفیع الله د رشوت اخېستنې په تور د جزا کود د ۳۷۱ مادې لومړی فقرې دویم جز، ۲۱۸ مادې څلورم جز، د ۲۱۳ مادې اووم او ۱۲ بند او ۲۱۵ مادې لومړي بند له مخې، په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم کړ.
همداراز د یادې ناستې قضایي پلاوي، نوموړی په دغه قضیه کې د جزا کود د ۳۸۵ مادې لومړی فقرې له مخې په ۱۵ زره افغانیو نغدي جریمه او د یاد کود د ۳۷۵ مادې دویمې فقرې له مخې د دندې پر انفصال محکوم کړ.
د دغې قضایي ناستې پرېکړه د قانون د احکامو پر بنسټ او د مؤظف څارنوال په غوښتنه شوې، چې د جرم او جزا تر منځ تناسب پکې په پام کې نیول شوی دی. مؤظف څارنوال او یاد تورن د محکمې په پرېکړه قناعت کړی دی.