د هرات استیناف څارنوالۍ د دوو کسانو له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې دوسیه محکمې ته واستوله

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۱۰:۲۳
herat

د هرات استیناف څارنوالۍ، د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو پر تطبیق د بررسۍ مدیریت د دوو کارکوونکو هر یو محمد آصف د حاجي غلام سرور زوی او عبدالقیوم د عبدالرحمن زوی، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې دوسیې پاڼې د ۱۳۵۹ کال د تلې پر ۲۷ ترلاسه کړې او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته یې د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۰ د دغه ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته واستولې.

د یادې قضیې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، محمد آصف له مراجعینو څخه په بېلابېلو بهانو او د کمیشن کار په ورپېژندلوسره څو د دوی اسناد طی مراحل کړي پیسې اخېستې دي.  دا هغه مراجعین و، چې د خپلو کلینیکو او درملتونونو د جواز اخېستلو لپاره یې یاد مدیریت ته مراجعه کړې وه. د یو شمېر مراجعینو د ادعا پر بنسټ، محمد آصف دوی ته ویلي، چې تاسو د دې ادارې له مقرراتو سره ناآشنا یاست او دا پروسه وخت غواړي؛ نو باید خپل اسناد د کمیشن کار په واسطه طی مراحل کړئ. په همدې ورځو کې له اړونده څانګې د محمد آصف پر تبدیلېدو یاده موضوع د مراجعینو د سرخوږي لامل شوې او د زیاتو څېړنو په موخه د هرات استیناف څارنوالۍ ته استول شوې ده.

مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د اسنادو، شواهدو او د غږ د استراق له مخې، د یاد جرم د اثبات لپاره د دلیلونو تر راوړنې وروسته، د هرات له ښاري ابتدایه څارنوالۍ غوښتي، څو د قضیې پر مظنون محمد آصف د جزا قانون د ۱۵۸ او ۲۸۵ مادې او پر عبدالقیوم چې له کمېشن کار سره له پېژندګلوۍ یې انکار او ناخبري ښودلې، د یاد قانون د ۳۸۶ مادې حکم تطبیق کړي.

د هرات ښاري ابتدایه څارنوالۍ د عامه امنیت جرمونو ته د رسیدګۍ دیوان قضايي پلاوي، محمد آصف له واکه څخه د ناوړه ګټه اخېستنې په ۱۲ مواردو کې د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتونې سره د جزا قانون د ۲۸۵ مادې له مخې، په ۷۲ زره افغانیو نغدي جریمه محکوم او مجازات کړ.

یادې محکمې، د جرم د اثبات لپاره د لازمو دلیلونو د نشتون له امله، عبدالقیوم د جزا کود د پنځمې او د جزا قانون د ۱۹ مادې پر بنسټ، بري الذمه وباله.