د هرات او بادغېس له زندانونو څخه د پنځو ښځو په ګډون ۱۱۴ بندیان ازاد شول

دا بندیان د جمهوري ریاست د ۱۸ ګنې فرمان له مخې، چې د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۱۶ د میلاد نبي په ویاړ صادر شوی و، له بند څخه ازاد شول.
د یاد شوي فرمان پر بنسټ، له دې جملې څخه د پنځو ښځو او دوو محجوزینو په ګډون ۱۰۹ نارینه له بند څخه ازاد او د ۳۶ نورو چې یوه یې ښځه وه، د بند موده کمه شوه.
د دوی د ازادۍ په مراسمو کې د یادو ولایتونو د استیناف څارنوالیو رئیسانو، سیمه ییزو ولایتي مقامونو، د محبس عمومي امرینو، د احکامو پر تنفیذ او له ازاۍ پر محرومو ځایونو د نظارت امرینو ګډون کړی و. دوی ټینګار کړی، چې ازاد شوي بندیان دې له دې وروسته د قانون په رڼا کې خپلو او ټولنیزو مسؤولیتونو ته پاملرنه وکړي، څو خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه، پر وخت، انساني کرامت ته په درناوي او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په بې پرې او خپلواکه توګه تطبیق کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا بندیان په بېلابېلو جرمونو بندیان و او د قانون مطابق د واکمنو محکمو له خوا تر پنځو کلونو پر بند محکوم شوي و او له څلورو میاشتو تر څلورو کلونو یې خپله د بند موده زندان کې هم تېره کړې وه، چې د بښنې او بند مودې کمونې فرمان له ګټې برخمن شول.