د هرات عسکري څارنوالۍ د ۳۷ نظامي منسوبینو قضیې بشپړې کړې دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۴:۳۰
logo

د هرات عسکري څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال په دوه یمه ربع کې د یاد ولایت د بېلابېلو برخو د ۳۷ نظامي منسوبینو دوسیې، چې په اداري فساد تورن و، تر څېړنو وروسته د پرېکړو په موخه محکمو ته استولې دي.

د دغې څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د یاد شمېر کسانو دوسیې د اتهام نامې او صورت دعوې له ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې، چې په ۲۷ قضیو پرېکړه شوې او لس نورې تر کار لاندې دي.

له یادو قضیو څخه اته د رشوت اخېستنې، ۱۱ له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، دوه د رسمي اسنادو د تزویر او درې نورې قضیې د نشه یي توکو د قاچاق، له قوانینو او مقرراتو  د سرغړونې او ناوړه چلن په اړه دي.

اړونده محکمو د یادو قضیو په اړه د اسنادو، شواهدو او د ټاکل شوي څارنوال د غوښتنو پر بنسټ دا ډول حکم صادر کړی؛ د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ محکمې له خوا، د هرات د امنیې قوماندانۍ د جنایي مدیریت کارکوونکی محمد آقا د صفي الله زوی، د درې زره افغانیو رشوت په اخېستنه له دندې پر انفصال سربېره په دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او د ترافیکو مدیریت د حادثاتو آمریت غړی نذیر احمد د سخی داد زوی د درې زره افغانیو رشوت په اخیستنه په دوو کالو تنفیذي بند محکوم شو.

هرات کې د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ محکمې، د رسمي اسناد د تزویر او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې اړوند قضیو کې، عبدالغفار د عبدالستار زوی په څلورو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند، جاوید د فضل احمد زوی د یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند، صدام حسین د احمد داوود زوی په شپږو میاشتو تنفیذي بند او نعمت الله د نجیب الله زوی یې په درېیو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

د پولیسو د روزنیز مرکز د قرارګاه ساتنې د ټولي قوماندان محمود د ظفر خان زوی، د شنډنډ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې آمر عبدالسمع د عبدالرزاق زوی د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ د ابتدایي محکمې له خوا، د دندو پر انفصال سربېره په شپږوـ شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم او د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د پېژند مدیر موسی خان د عوض علي زوی د مناسبو دلیلونو د نشتوالۍ له امله بري الذمه وپېژندل شو.

د هرات د اوومې حوزې له نشه یي توکو سره د مبارزې آمر سید اسحاق د شاه سید زوی او د همدې مدیریت کارکوونکی عبدالله د سید الرحمن زوی، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د یادې محکمې له خوا په یوـ یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شول.

د هرات د لومړۍ امنیتي حوزې د ساحوي کنترول پخوانی آمر محمد خان د عبدالرحیم زوی هم له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

 د یادې محکمې له خوا، د امنیې قوماندانۍ د عملیاتي ټولۍ مرستیال سید نعیم د سید ګلاب زوی، د یاد ولایت سرتېري هر یو عبدالناصر د محی الدین او نورالله د بسم الله زوی د رشوت او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د دندو پر انفصال سربېره په دوو- دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او محمد آصف د جمعه خان زوی هم پر همدې جرم په پنځوس زره افغانیو نغدي جریمه او یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شو.

همدا ډول یادې محکمې، غلام سعید د محمد انور زوی له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په شپږو میاشتو تنفیذي بند او د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت افسر محمد اکبر د محمد اسلم زوی یې هم په همدې تور، له دندې پر انفصال سربېره په دوو کالو تنفذي بند محکوم کړ.

د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ محکمې له خوا، د هرات د امنیې قوماندانۍ د یوولسمې حوزې جنایي آمر محمد نادر د عبدالقادر زوی، له قوانینو او مقرراتو د سرغړونې په تور په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د ډلګۍ قوماندان سیدخان د سید اسماعیل زوی د رسمي اسنادو د تزویر په تور د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ محکمې له خوا په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

د هرات زندان د کلینیک نرس احمد سعید د غلام غوث زوی او د هرات زندان د محکمو د اړیکو اجیر عبدالحلیم د عبدالکریم زوی هم د یادې محکمې له خوا له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په نغدي جزا او د دندو په انفصال محکوم شول.

د هرات د آتمې حوزې اداري مرستیال ملا زرین د دین محمد زوی، د یادې محکمې له خوا له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په یو سل او پنځوس زره افغانیو نغدي جریمه او د دندې پر انفصال محکوم شو.

د یاد ولایت د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ محکمې د سلما بند د کنډک قوماندان نجیب الله د حبیب الله زوی په عامه خدمتونو کې د ناوړه چلن په تور په شپیته زره افغانیو نغدي جریمه محکوم کړ.

د انجیل ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ جنایي آمر محمد آصف د محمد یوسف زوی، د همدې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د حادثاتو مسؤول غلام نقشبند د غلام فاروق زوی، د یادې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ټولي مرستیال سعید نعیم د سعید ګلاب زوی هم د دغې محکمې له خوا له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په شپېته ـ شپېته زره افغانیو نغدي جریمه محکوم شول.

همداراز د هرات ولایت د عسکري څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د انجیل ولسوالۍ د قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې آمر عبدالله ګلاب د شیر احمد زوی، د هرات د اوومې حوزې د امنیتي منسوبینو هر یو ګدا محمد د غلام حیدر او میاګل د محمد یوسف زوی، د انجیل ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ساتنمن عزیز الله د غلام یحیی زوی، د یاد ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د ساتنمن هر یو محمد صدیق د غلام فاروق او هارون د محمد اسماعیل زوی د رشوت اخېستنې او د هرات زندان د پنځم بلاک نوکریوال هر یو جلیل احمد د ګل احمد، محمد ناصر، حبیب الله د نورالدین او غلام محی الدین د غلام دستګیر زوی له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او نشه یي توکو د قاچاق قضیې د یاد ولایت د عسکري څارنوالۍ له خوا تر کار لاندې دي.