د هلمند د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته روزنیز سیمینار جوړ شو
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دغې ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د روزنیزو سیمینارنونو لړۍ پیل کړې ده. دا سیمینارونه په ټول هېواد کې د جوړو شویو کمېټو له لوري چې غړي یې رییسان، مشایخ، علمای کرام، کارپوه او تجربه لرونکي ښوونکي دي ، پرمخ ځي.
په همدې لړ کې د هلمند د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست ملکي او نظامي کارکوونکو ته جوړ شوی سیمینار د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني پر ۱۵ پای ته ورسېد.
د دغه سیمینار موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو قانون څخه د کارکوونکو د پوهاوي زیاتول او مسلکي ظرفیت لوړول ښوول شوې ده.
د سیمینار په پای کې د هلمند د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د مسوولینو سربېره د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو رییس او نورو ولایتي رییسانو ګډون کړی و.
غونډه د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د هلمند د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس الحاج مولوي عبدالجبار هجرت له مقدماتي خبرو وروسته د کورنیو چارو وزارت د نظارت رییس او په جنوب لویدیځ کې د سیمینارونو د جوړولو کمېټې غړي مولوي حبیب الرحمان آغاجان د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو ښه تطبیق او له عملي کېدو یې تعقیب یاد کړ. نوموړي ټينګار وکړ، چې د مشرتابه ټول فرمانونه او حکمونه باید په ټولنه او ادارو کې تطبیق او ټولنه او ولسونه له هوسا ژونده برخمن شي.
ورته مهال بیا په جنوب لویدیځ زون کې د سیمینارونو د کمېټې رییس الحاج مفتي اظهارالحق حقاني په خپلو خبرو کې له اداري فساد څخه پر مخنیوي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اداري فساد د ظلم، بې عدالتۍ او نظام د بدنامۍ لامل کېږي. هغه وویل، چې په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو قانون په بشپړ ډول تشریح شو او د ښه چلند او سلوک په اړه لازمې لارښوونې ورته وشوې.
له بلې خوا بیا د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمان کندوزي د دغه سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د دې سیمینار په مټ به د ولایت په ټولو ادارو کې د مشرتابه فرمانونه، حکمونه او قانون ته د ښه تطبیق زمینه برابره شي. نوموړي د داسې نورو سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه وکړه او دغه ولایت کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت په ټولو ادارو کې به د مشرتابه ټول فرمانونه، حکمونه او هدایات په ښه ډول تطبیق شي او چاته اجازه نه ورکوي، سرغړونه ترې وکړي.
په دې غونډه کې د هلمند د ځینو نورو ادارو مسوولینو هم خبرې وکړې او د دا ډول سیمینارونو د جوړېدو د هرکلي ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چې په ټول توان به هڅه وکړي، څو د مشرتابه فرمانونه او حکمونه په ښه توګه پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې او غونډه په دعا ویلو پای ته ورسېده.
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له دې وړاندې هم د مرکز په ګډون په ټول هېواد کې د ظرفیت لوړونې سیمینارونه جوړ کړي، چې په ځينو کې پای ته رسېدلي او ځينو نورو کې دوام لري.