د ودانیو د جوړولو پر مهال د همسایه د ودانۍ پر لور د کړکۍ اېښودلو د څرنګوالي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

mozamil_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
د ودانیو د جوړولو پر مهال د همسایه د ودانۍ پر لور د کړکۍ اېښودلو د څرنګوالي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
د ودانیو د جوړولو پر مهال د همسایه د ودانۍ پر لور د کړکۍ اېښودلو د څرنګوالي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

رؤیة المحل الذي هومقر النساء کالمطبخ وباب البئروصحن الداریعد ضررا فاحشا , فإذا أحدث أحد في داره نافذة أوبني مجددا بناء وفتح فیه نافذة علی المحل الذي هو مقرنساء جاره الملاصق أوجاره المقابل الذي یفصل بینهما طریق وکان یری مقرنساء الآخرمنه فیؤمربرفع الضررویکون مجبورا علی دفع هذا الضرربصورة تمنع وقوع النظر إما ببناء حائط أو وضع ستار من الخشب لکن لا یجبر علی سد النافذة علی کل حال کما إذا عمل حائطا من الأغصان التي یری من بینها مقر نساء جاره فإنه یؤمربسد محلات النظرولا یجبر علی هدمه وبناء حائط محله. [مجلة الاحکام العدلیه المادة: ۱۲۰۲]

پورته فقهي جزئیې ته په کتو سره لاندي مراتب منظوروم.

لومړۍ ماده:

که یو شخص په خپل ملکیت کي ودانۍ جوړوي او په څنګ کي یې پیوسته او یا د لاري د اندازې په فاصلې سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري، نوې ابادي کوونکی شخص نشي کولای چي د همسایه طرف ته داسي کړکۍ پرېږدي چي د هغه د کور انګړ، پخلنځای، کوهی او داسي نور ځایونه چي عادة او عرفا ښځې پکي ناسته ولاړه کوي ترې ښکاره شي.

دوهمه ماده:

که ددې فرمان په لومړۍ ماده کي ذکر شوی شخص د یاد همسایه طرف ته کړکۍ پرېښودلې وي او یا یې پريږدي، مکلف دی چي په یاده کړکۍ کي د انسان د قد په اندازه د دیوال په پورته کولو او یا په بلې وسیلې سره له همسایه څخه ضرر دفعه کړي.

دریمه ماده:

ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې مکلفې دي چي په اړونده ساحه کي د ودانیو د جوړولو پر مهال څارنه وکړي او د همسایه ګانو د جوړو شویو کورونو پر لور د داسي کړکۍ اېښودلو مخنیوی وکړي چي د دې فرمان له حکمونو سره په ټکر کي وي.

څلورمه ماده:

هغه ودانۍ چي د دې فرمان له صادرېدو څخه مخکي جوړې او کړکۍ یې داسي اېښودل شوي وي چي د دې فرمان له حکمونو سره په ټکر کي وي، د دې فرمان له حکمونو سره سم د ودانیو مالکان مکلف دي چي کړکۍ د انسان د قد په اندازه د دیوال په پورته کولو او یا په بلې وسیلې سره له همسایه ګانو څخه ضرر دفعه کړي.

پنځمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده