د پروان استیناف څارنوالۍ ریاست د دغه ولایت له کشفي او امنیتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وکړه

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۹:۲۷
parwan

د همغږۍ په دې غونډه کې د عدلي، قضايي، کشفي او امنیتي برخو مسؤولانو، د عسکري او کورنیو و بهرنیو امنیتي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیسانو، له جنايي جرمونو سره د مبارزې او د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو او تروریزم پر ضد د مبارزې آمرانو، د ماشومانو د روزنې د مرکز آمر او ځینو نورو څارنوالانو ګډون کړی و. دا غونډه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۱۳ د پروان د استیناف څارنوالۍ ریاست له خوا جوړه شوې وه.

د دې ناستې د ترسراوي موخه د پروان د استیناف څارنوالۍ ریاست او د کشفي او امنیتي ادارو ترمنځ د تورنو او مظنونینو د نیولو د قرارونو ښه تطبیق او د کشفي او امنیتي ادارو له خوا پر وخت د قضیو د مرحلو بشپړاوی بلل شوی دی.

د پروان د استنیاف څارنوالۍ رئیس څارونکي محمد شریف مهربان  شیرزاد په دې غونډه کې پر کابل پوهنتون شوی برید وغانده او ویې ویل، چې په دې پېښه کې ځوانان په شهادت رسېدلي دي. د دې غونډې ګډونوالو د یادې شوې پېښې شهیدانو ته دعا وکړه او زخمیانو ته یې د بېړنۍ شفا غوښتنه وکړه.

ښاغلي شېرزاد د لویې څارنوالۍ له خوا د قانون په تطبیق، د عدالت په تأمین، د هېوادوالو د ازادۍ او حقوقو د دفاع او همدارز له جرایمو سره پر جدي مبارزې ټینګار وکړ.

د پروان استیناف څارنوالۍ رئيس د دې ناستې له ګډونوالو په ځانګړې توګه له امنیتي او کشفي ادارو وغوښتل، چې د تورنو د نیولو د قرارونو د تطبیق د ستونزو په برخه کې دې د جزايي اجرااتو قانون د ۸۰ – ۸۸ مادو پر اساس د څارنوالانو د امنیت په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د امنیتي او کشفي ادارو مسؤولانو، د لویې څارنوالۍ او د پروان اسیتناف څارنوالۍ کړنې وستایلې او ژمنه يې وکړه، د دغو موخو لاسته راوړنې لپاره به د لویې څارنوالۍ تر څنګ درېږي.