د پروان استیناف څارنوالۍ له خوا د همغږۍ ناسته وشوه

دا ناسته د پروان استیناف څارنوالۍ له خوا، د سیمه ییزو مقامونو (عدلي، قضایي، کشفي او امنیتي برخو)، علماوو، ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او د یاد ولایت د مدني ټولنو د استازو په حضور د ۱۳۹۸ کال د تلې پر لومړۍ وشوه.
د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس څارونکي محمد شریف مهربان شیرزاد، په دغه ناسته کې د قانون د تطبیق، د عدالت د ټینګښت، د هېوادوالو له حقونو او ازادیو څخه د دفاع او له جرمونو سره د جدي مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ په کلکه ژمنه خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره، لویې څارنوالۍ د هېواد په کچه د یادو موخو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره هڅې کړې دي او دا هڅې به په پرېکنده او جدیت سره دوام وکړي. هغه زیاته کړه، چې د پروان استیناف څارنوالۍ ریاست د روان کال له پیل څخه تر دې دمه په بېلابېلو برخو کې ۴۰۵ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي. نوموړي وویل، چې له یادو قضیو څخه ۳۹ د نشه یي توکو، ۵۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۹ نورې د اداري فساد په اړه دي.
د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس د ناستې له ګډونوالو په ځانګړې ډول له علماوو وغوښتل، چې د جومات او منبر له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکړې سره له عدلي او قضایي بنسټونو سره همغږي او همکاري وکړي.
په ورته مهال کې، سیمه ییزو مقامونو، علماوو، د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړو د لویې څارنوالۍ په ځانګړې ډول د پروان استیناف څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړونې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د یادو موخو په ترلاسه کولو کې به له څارنوالۍ سره هر ډول مرستې کوي.
۳۹ قضیې د نشه یي توکو اړوند دي.
۱ - (۵۱) قضیې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو څارنوالۍ له خوا څېړل شوې.
۲ – (۹)قضیې د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ له خوا څېړل شوې.
۳ – (۴۶)قضیې د بګرام ابتدایه څارنوالي له خوا.
۴ – (۵۱) قضیې د سید خیل ابتدایه څارنوالۍ له خوا.
۵ – (۳۵)قضیې د جبل السراج ابتدایه څارنوالۍ له خوا.
۶ – (۱۰)قضیې د سالنګ څارنوالۍ له خوا.
۷ – (۹) قضیې د شینواري ابتدایه څارنوالۍ له خوا.
۸ – (۷)قضیې د سیاګرد څارنوالۍ له خوا.
۹ – (۷)قضیې د شیخ علي څارنوالۍ له خوا.
۱۰ – (۷) قضیې د سرخ پارسا ابتدایه څارنوالۍ له خوا.
۱۱ – (۳)قضیې د کوه صافي څارنوالۍ له خوا.